د بدخشان ولايت
From Wikipedia
بدخشان د هېواد په شمال ختيځ كې پروت دى چې له ګاونډيو هېوادونو سره پوله هم لري، شمال ته يې تاجكستان، په ختيځ كې يې يوه څنډه د چين له ولسي جمهوريت، ختيځ او سويل ته له كشمير سره پوله لري.
په سوېل كې او جنوب كې له لغمان، كاپيسا او تخار ولايتونو سره نښتى دى.
د اوبو او هوا له مخې بدخشان سوړ او يخ دى، لوړې څوكې لري چې له واورو ډكې وي. هغه ژوى چې ماركوپولو وموند او بيا يې وروسته دا ژوى هم ماركوپولو ونوماوه، همدلته موندل شوى دى.
د بدخشان مركز فيض اباد دى. كشم، جرم، واخان، اشكاشم، راغ او شهر بزرګ يې ولسوالۍ دي. كران منجان، زيباك، بهارك، شغنان، درواز، خواهان يې علاقه دارۍ دي.
ځينې خلك اوس د بدخشان د اداري واحدونو شمېر زيات ښيي، خو دغه اداري واحدونه هغه دي چې د افغانستان د يوه قانوني واكمن دولت له خوا جوړ شوي او د خلكو له خوا منل شوي دي.
بدخشان د پستې ځنګلونه لري، تر څنګ يې د څېړۍ، نمنځو، او سرو ځنګلونه هم لري. د بدخشان لال او لاجورد په نړۍ كې ډېر شهرت لري.
د بدخشان مساحت 57403 كيلو متره مربع دى، چې زياته برخه يې غرنۍ سيمې جوړوي. په 1359ل كال كې د سرشمېرنې له مخې د خلكو شمېر 509061 ښودل شوى، چې بيا په 1379 كې يې شمېر 743299 ته لوړ شوى دى.
د بدخشان ولايت هغه خلك چې په اوارو ځمكو كې ژوند كوي په كر كيله او مالدارۍ بوخت دي. د دغه ولايت ځوانانو د علم او پوهې په ترلاسه كولو كې هم ښه پرمختيا كړې. هلته د هلكانو او نجونو د ښوونځيو شمېر ښه د حساب وړ دى.
بدخشان ولايت ته، د كوكچه، واخان، پامير، جرم، انجمن، وردج، تګاب، تنګي شيوا، غوري سنګ، راغ او نورو كوچنيو رودونو ډېره ښكلا وركړې ده. خو د غرونو شتوالي د دغه ولايتونو د سيمو د نښلولو كار ستونزمن كړى. خلك د تګ راتګ لپاره له اسونو، كچر او نورو سورلۍ وړوكو حيواناتو څخه استفاده كوي.