Web - Amazon

We provide Linux to the World


We support WINRAR [What is this] - [Download .exe file(s) for Windows]

CLASSICISTRANIERI HOME PAGE - YOUTUBE CHANNEL
SITEMAP
Audiobooks by Valerio Di Stefano: Single Download - Complete Download [TAR] [WIM] [ZIP] [RAR] - Alphabetical Download  [TAR] [WIM] [ZIP] [RAR] - Download Instructions

Make a donation: IBAN: IT36M0708677020000000008016 - BIC/SWIFT:  ICRAITRRU60 - VALERIO DI STEFANO or
Privacy Policy Cookie Policy Terms and Conditions
پښتو - Wikipedia

پښتو

From Wikipedia

پښتو ابېځې
لويول
پښتو ابېځې

پښتو د لرغونو آرياني ژبو څخه يوه خپلواکه ژبه ده.

[سمادول] مستقله ژبه ده - که څه هم ځينو پوهانو

د آرياني ژبو په ايراني کورنيوو پورې تړليده - خو قوي خبره داده چې ځانته يوه مستقله ژبه ده - (ډاکټر تږي - پښتانۀ)

[سمادول] لرغونتوب

د ويدا اوستا مها بهارت او پهلوي او داسي نورو زړو کتابونو او برليکونو کې د پښتو ادب لرغونتيا تر ميلاده هم ډيره پخوانۍ ښکاري - د راجيت سيتارام پنډت په قول ميلنده پڼهو اصلي نسخه په زړه پښتو ليکل شويده - موړ کتاب چې د باختري يوناني پاچا ميلندر او بودايي حکيم ناګه سينه تر منځ علمي او مذهبي بحثونه او خبرې اترې دي ، د بودايي مذهب يو لوۍ کتاب ګڼل کيږي- له دې څخه دا وايبره (نتيجه) په لاس راغله چې تر ميلاده يونيم سل کاله وړاندې لا پښتو ادب ددې توان درلود چې کتابونه پر اوليکل شي-

همدارنګه د هندوستان د راجستان ايالت په يو مندر کې موندل شوې شعري مجموعه چې په وينا ګرۍ ليک دود کښل شوې، د روشن لا ملهوتره هندي ليکوال په حواله پښتو شعرونه هم لري- ( سر مححق زلمې هيوادمل - د پښتو ادبياتو تاريخ- لرغونۍ او منځنۍ دورې)

دغه راز په زړه فارسۍ د هنی منشي د لوۍ داريوش پاچا چې د886-522 قبل ميلاد د بېسون په ډبر ليکونو کښل شوې او پوهاند حبيبي د څيړنې او ژباړنې له مخې د پښتنو د خلجي ګړدود (لهجه) سره ډير لږ توپير لري

نئ ارنکه اهم ***------*** نه ئي اړېکی وم

نئ درومنه اهم ***------*** نه ئ دوره جن وم

نئ زړوه که ره اهم ***------*** نه ئ رورکړونی وم

لنډ مطلب دا چې نه يم دروغجن ، او تيری کونکی نه يم - او نه د بل تيری په ځان زغملی شم

(پښتو څيړنې - 223 ګڼه - کابل

د پښتو ژبې اغيز په نورو ژبو کې - څرنګه چې د پښتنو ټاټوبی د ريښمو د توکو سرک دی - همدغه راز د فرهنګونو د ليږد راليږد لار هم ده - ددې خاورې اهميت او مقام علامه اقبال له شعر له مخه چې ټاکلی شو ځې وايي

اسيا ئ پيکر اب و ګل است ***---*** کشور افغان دران مانند دل است

خو څومره چې دغه خاوره په اسيا کې د زړه غوندې مهم رول لري دغه رنګ ددې هيواد د وګړو ژبه (پښتو) هم د سيمې په ادب کې ځانګړی مقام لري- د پوهاند رښتين صيب (پښتو څيړنې -223- په حواله په فارسۍ کې تقريباٌ څلور سوه نه زيات پښتو لغاتونه ځاۍ لري- لکه اوربند ، اټکل ، اوچت ، پټ ، پلمه ، تول ، ټوټه ، تکړه ، ټال ، چټک ، دود ، سيالي ، ګډوډ ، لنډه ، لمبه ، واک او داسې نور -

تر ميلاده وړاندې هر کله چې په هندي اريايانو کې طبقاتي توپير راغی چې ځينی د پرهمنانو چې په پښتو کې بريمنانو په بڼه راځي ، اوس يي هم استعمال دود دی ، ځينی د وليسه (تجارت کارو او خواري کښو) او ځينې لښکري خلکو دو اداري مشرانو په ډلو کې وويشل شول - چې دغه وروستۍ طبقه يي (کښ توري) وبلل- د کابل شاه په يو بيت کې( 160 ق م )د کښه توري ذکر راغلی دی- ددوۍ په طبقاتي ژوندانۀ کې د پښتو کليمې ننوتل د پښتو ادب د ځانګړي مقام بيلګه ګڼلی شو-

د مور خان قبيلې څخه چې کله د منځنۍ اسيا اريايانو قدرت ترلاسه کړ نو هغوۍ چې سو ډير (ناشولته) وبلل - چې دغه ويي (لغت) اوس هم په همدی مفهوم پښتو کې دود دی- دغه راز د پخواني بخدي نوم (اوسنی بلخ) چې د اريايانو لومړې ښار وو، د بکهت او پښت له کليمې سره د نزديوالي نښه ده -

دغه راز په عربۍ کې د پښتو ادب څرکونه موندلی شو- د بيلګی په توګه د ابي الاسد الحماني چې د مهدي خليفه همهالې وو يو شعر راوړلې شو چې وايي (نحن الشهاريج و اولاد الدهاقين) د شهاريج کليمه د پښتو له ښاريځ ( دکليوال بهړ مانيز) او دهاقين د فارسۍ دهقان دی-

په عجايب الهند او مروج الذهب کې يو عربي شوې کليمه هنرمن هم راغلې - دغه راز د ډم (نايي) کليمه هم له پښتو څخه هندي ننوتې ده- د پښتو د کوتوال کليمه ان له غزنوي پير نه وړاندې درې ادب ته ننوتې - د خسر بلخي دا شعر اوګورۍ

جز بدين اند رنيابي راستي ***-*** راستي شد حصن دين راکوټوال


پښتو او پښتانه له کومې راغلي دي ؟



د پوهاند دوکتور زيار ليکنه

پښتو او پښتانه له کومې راغلي دي ؟

پښتو د پښتنو ژبه ده . پښتانه د افغانستان تر ټولو اوسيدونکو پخوا نۍ ډېرۍ ( بومی اکثريت ) ژبتوکميزه ( اتنو لېنګويستيکي )و ګړنۍ ډله ده . پښتو او پښتانه له تاريخي _جغرافيايې پلوه په شمال ختيزو سيمو ( پامير ، بلخ ... ) اړه لري . د پښتنو نيکونه د سکه ، ساکه ، ساک ( کاس )، ساکانو او کاسيانوپه نومونو يادېدل . او پښتو هم د ساکي ژبي نمسۍ زباده شوي ده . ساکان د اوېستاييانو ، پارتيانو ، ماديانو او پارسيانو تر څنګ پنځم آريا ني ټبر ګڼل کېږي چي تر زيږد ( ميلاد ) پېړۍ پېړۍ له مخه يې له منځني ختيځ او کو کاسه ( قفقازه ) تر شمال لويديز چين ، هند و کشمير ه سترې سترې اېمپراتورۍ را منځته کړې او د سکندر مقدوني په مشرۍ يې د يوناني يرغلګرو پر وړاندې د خپل اصلي ټاټوبي ( باکتريا ، بلخ او آمو شا وخواسيمو ) دفاع کړې او راوروسته يې په ګډه يونان _ باختري واکمنۍ کې برخه اخستې ده . ٢١٩٠ کاله پخوا يوه برخه ساکان له شماله ، سوېل ته راوکوچيدل او د هېلمند ناوې کښتنۍ سيمه ( زرنج ) يې په خپل نامه ( ساکېستان ) ونوماوه چي راوروسته پر سيستان واوښت . په دويمه زېږدي ( ميلادي ) پېړۍ کي چي د ساکېستان ستر واکي ړنګه شوه ، په شمال کې ساکي توکمو کوشانيانو د بلي سترواکۍ بنسټ کښېښود چي د هېواد پر شمال او سوېل سر بېره يې شمال لويديز هند او کشمير هم په خپله ولکه کې راوستل . پښتنو ساکانو په غور، هرات اود هېلمند و ارغنداب په ورشوو کې تر غوړې مرغې ( اراکوزيا يا اوسني ارغسان ) او کسې غره تر لمنو بېلا بېلې لويې او وړې سيمه واکۍ ( ملوک ا لطوايفۍ ) را منځته کړې او را وروسته تر سند وهند او کشميره خپاره شول .په دې توګه پښتو له هندي اريايې ژبو څخه اغېزمنه شوه او ډير څه يې ترې په خپله ځولۍ کې را واخېستل ، په تېره غبرګژبيزوالی ( ټ ، ډ ، ړ ، ڼ ) ، بې له دې چې يې له آرياني ( ايراني ) خپلوانو ژبو ، په سر کې دهمټبرو پاميري ژبو او بيا له پارسي ، کوردي ، بلو څي ... هغو سره تاريخي _ جغرافيايي تړاو له پوښتنې او خر خشې سره مخامخ شي .

( د زياتې خبرتيا لپاره : پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼاکې ، له ساکي مخينې سره

خپرندوی : دساپي د پښتوڅېړ نواو پراختيا مرکز ، ګل حاجي پلازا ، پېښور .)

[سمادول] بهرني تړاونه

Our "Network":

Project Gutenberg
https://gutenberg.classicistranieri.com

Encyclopaedia Britannica 1911
https://encyclopaediabritannica.classicistranieri.com

Librivox Audiobooks
https://librivox.classicistranieri.com

Linux Distributions
https://old.classicistranieri.com

Magnatune (MP3 Music)
https://magnatune.classicistranieri.com

Static Wikipedia (June 2008)
https://wikipedia.classicistranieri.com

Static Wikipedia (March 2008)
https://wikipedia2007.classicistranieri.com/mar2008/

Static Wikipedia (2007)
https://wikipedia2007.classicistranieri.com

Static Wikipedia (2006)
https://wikipedia2006.classicistranieri.com

Liber Liber
https://liberliber.classicistranieri.com

ZIM Files for Kiwix
https://zim.classicistranieri.com


Other Websites:

Bach - Goldberg Variations
https://www.goldbergvariations.org

Lazarillo de Tormes
https://www.lazarillodetormes.org

Madame Bovary
https://www.madamebovary.org

Il Fu Mattia Pascal
https://www.mattiapascal.it

The Voice in the Desert
https://www.thevoiceinthedesert.org

Confessione d'un amore fascista
https://www.amorefascista.it

Malinverno
https://www.malinverno.org

Debito formativo
https://www.debitoformativo.it

Adina Spire
https://www.adinaspire.com