Web - Amazon

We provide Linux to the World


We support WINRAR [What is this] - [Download .exe file(s) for Windows]

CLASSICISTRANIERI HOME PAGE - YOUTUBE CHANNEL
SITEMAP
Audiobooks by Valerio Di Stefano: Single Download - Complete Download [TAR] [WIM] [ZIP] [RAR] - Alphabetical Download  [TAR] [WIM] [ZIP] [RAR] - Download Instructions

Make a donation: IBAN: IT36M0708677020000000008016 - BIC/SWIFT:  ICRAITRRU60 - VALERIO DI STEFANO or
Privacy Policy Cookie Policy Terms and Conditions
ژبپوهنه - Wikipedia

ژبپوهنه

From Wikipedia

د لرغوني خروشتهي ليکدود په اړه

په افغانستان کي يوشمير داسي کتېبې او ډبر ليکونه شته چي لا تر اوسه په بشپړه توګه نه دي لوستل شوي ، د بيلګو په توګه په لغمان ولايت کي اليشنګ کتېبه ، د هزار سم څخه تر لاسه شوي يوشمير ليکبڼي او نور يادولای شو ، خو د لرغونو زمانو داسي کتيبې ، ډبر ليکونه او د ليک بڼي هم شته چي په اړه يې يوشمير بهرنيو او کورنيو پوهانو زيار ګاللئ او د پوهېدو وړيې ګرځولي دي . د دې ډلې ليکبڼو څخه يو هم خروشتهي ليکدود دئ چي ٣٠٠ کاله پخوا تر مېلاد منځ ته راغلۍ او تر ٥٠٠ ميلادي کلونو دود و. دا ليکدود چي د خپل مهال په تاريخي پېښو د پوهېدلو ګټور او ارزښتمن لاسوند ونه لري ، د زيات شمير څيړونکو د پام وړ کرځېدلئ او په اړه يې څيړني کړيدي . په دې ليکنه کي هڅه شوې چي دخروشتهي ليکدود په اړه درې پوښتني په لنډه توګه ځواب شي .


لومړۍ دا چي خروشتهي ليکدود چيري پيدا شوۍ ، د ترويج او تعميم سيمې يې کومي دي ؟ دوهمه پوښتنه دا چي د ا يوازي ليکدود و او که ژبه هم وه ، که يوازي ليکدود و نو د کومو ژبو ليکبڼه ده ؟ او دريم دا چي د لوستلو لپاره يې چا زيار ګاللئ او د کومو معيارونو پر بنسټ يې د دې ليکدود اوازونه پېداکړيدي ؟


لومړۍ : خروشتهي ليکدود چيري پېدا شو او په کومو سيمو کي کارول شوېدۍ  :

تر دې مهاله چي د لرغونو ليکنو او په ځانګړې توګه د خروشتهي ليکدود په اړه څيړني تر سره شوي ، داڅرګندوي چي خروشتهي ليکدود د اوسني افغانستان په ختېزو سيمو کي منځ ته راغلۍ او تعميم شوېدئ . په دې اړه انګليسي نامتولرغونپوه ويلسن ( Wilson, Horace Hay man 1786-1860) په خپل (( لرغوني اريانا )) نومي اثر کي ليکي چي : خروشتهي ليک له اره اريايې ليکدود دئ ، چي د امو او اباسين تر منځ سيمو کي رائيج وو . د نامتو ژبپوه کارل بوهولر Karl Bühler (1879-1963) په وينا د خروشتهي ليکدود نوم دهغه ليک د بنسټ ايښوونکي د نوم څخه اخستل شوېدئ چي ( خروشته ) نومېدئ . (( ښايې دا نوم د اوسني خروټو قوم د نوم سره تړاو ولري ) د نوموړي په باور په خروشتهي ليکدود کي يوشمير ږغونه د براهمي ليکدود څخه را نقل شويدي ، په خروشتهي ليکدود کي ږغ لرونکي او بېږغه توري شته چي پخوا په براهمي ليکدود کي هم موجود وه ، او ښايې خروشتهي ليکدودد براهمي ليکدود تر اغېزي لاندي وده کړې وي . خو هغه څه چي څرګند دي هغه د اوسني افغانستان په ختيزو سيمو کي د دې ليکدود پياوړۍ شتون او همدلته د همدې ليکدود منځ ته راتلل دي .


دوهم : خروشتهي يوازي ليکدود وو او که ژبه هم وه ؟ د بيلا بيلو پوهانو څيړنو ښودلې ده چي خروشتهي يو ځانګړئ ليکدود دئ . دې ليکدود ژبه نه درلوده ، د هغه مهال ليکوالو د مروجو ژبو د ليکبڼي په توګه کار ولۍ دۍ . د هغو کتېبو او ډبر ليکونو څخه چي په بيلا بيلو زمانو او سيمو پوري اړه لري ، دا څرګنده شوېده چي د همدې ليکدودپه مرسته د يوناني ، سانسکريت ، پارا ګريت او نورو ژبو مفاهيم او مطالب ليکل شويدي . راپسون نامتو ژبپوه EJ Rapson (1861-1937) ) د خروشتهي ژبي زيات شمير ليکني ، کتيبې ، ډبر ليکونه او مسکوکات په خپل (( خروشتهي ليک)) نومي اثر کي را پيژندلي او څيړلي دي . په خروشتهي ليکدود ليکل شوي نامتو کتېبو څخه د بيلګي په توګه د صوات کتېبه چي په ١٨٣٨ زيږديز کال د مسون په وسېله وپيژندل شوه ، په باميان کي د ونو پر پوست ليکل شوي ليکني چي په ١٩٣٠ زيږديز کال وپيژندل شوې، د باجوړ کتېبه چي په ١٨٨٩ زيږديز کال وموندل شوه . په ١٨٤٣ زيږديز کال د جلال اباد په بېمارانو کلي کي د ښاغلي مسون په وسيله خروشتهي کتېبه وموندل شوه او په دې ډول په سلګونو نوري کتيبې چي د افغانستان په دننه او د اوسني افغانستان د سياسي کرښو بهر تر لاسه شويدي .


دريم  : د دې ليکدود د لوستلو لپاره چا زيار ګاللئ او د کومو معيارونو پر بنسټ يې د دې ليکدود اوازونه پېداکړيدي ؟

 ژبپوهانو د دې لرغوني ليک د لوستلو لپاره د يوناني ژبي مفاهيم معيار ګرځولي دي . د لومړي ځل لپاره  په ١٨٣٠ زيږديز کال د مسکوکاتو پر مخ د يوناني ليکدود او خروشتهي ليکدود ګډ ليکونه ولوستل شوه ، لومړۍ  د مسکوکاتو يوناني ليک ولوستل شو  او بيا د يوناني ژبي څخه ترلاسه شوئ تعبير  د خروشتهي ليکدود لپاره هم ومنل شو ،  له هغه وروسته د خروشتهي ليکدود د پوهېدلو لپاره د يوناني ليکدود او ژبي  کاريدل  معياروګرځیدل  . د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو څخه بيلا بيلو ژبپوهانو او لرغونپوهانو د خروشتهي ليکدود په اړه څيړني او پلټني کړيدي ، چي د بيلګي په توګه د يوشمير نومونه را يادوو :  د خروشتهي ليکدود زيات شمېر کتيبې او ليکني د انګلېسي لرغونپوه  مسون په زيار د ( د څيړنو مهال   د١٨٣٣ څخه تر ١٨٣٥ زيږديز کال پوري  )  پيژندل شوي او تر لاسه شويد ي . سر اورل ستاين (د څيړنو مهال  د ١٩٠٠ څخه تر ١٩١٣ زيږديز کلونوپوري ) راپسون    (د څيړنو مهال  د  ١٩١٤ څخه تر ١٩٤٧ زيږديز کلونو پوري )  او زيات شمير نوربهرني څيړونکي  يادولای شو چي د خروشتهي ليکدود په پيژندلو ، پيدا کولو او لوستلو کي ارزښتمنه ونډه اخستې ده . د دې تر څنګ يو شمير کورنيو پوهانو او څيړونکو هم د دې ليکدود په اړه هر اړخيزي څيړني او پلټني تر سره کړيدي ، چي  د علامه حبيبي ، استاد کهزاد ، مرحوم دوست شېنواري  او پوهاند داکتر الفشاه ځدراڼ  نومونه تر ټولو وړاندي د يادولو وړ دي  .  




                                       پر مسکوکاتو د خروشتهي ليکدود   دوې بيلګي 




                         د لرغوني خروشتهي ليکدود يوه بيلګه چي د حېوان پر پوست ليکل شوېده 





                      د خروشتهي ليکدود (  ٣٧ ) اوه دېرش توري اود هغو فونيک ږغونه   


اخځونه :

١ -- حبيبي ، عبدالحئ . تاريخ خط و نوشته های کهن افغانستان . چاپ دوم . ١٣٧٧ .

٢ – الفشاه ، ځدراڼ . کتېبه ها ومسکوکات افغانستان . ( کابل : پوهنتون کابل ) ١٣٦٧ .

٣ – باوري ، رسول . د افغانستان لومړني مدنيتونه . (کابل : کابل پوهنتون ) د علمي رتبې تيزسس . ١٣٧٣.

٥ – بيلا بيل ويب سايټونه www.dkpdindia\www.booksformind.com\www.ancientscripts.com

او يوشمير نور .

Our "Network":

Project Gutenberg
https://gutenberg.classicistranieri.com

Encyclopaedia Britannica 1911
https://encyclopaediabritannica.classicistranieri.com

Librivox Audiobooks
https://librivox.classicistranieri.com

Linux Distributions
https://old.classicistranieri.com

Magnatune (MP3 Music)
https://magnatune.classicistranieri.com

Static Wikipedia (June 2008)
https://wikipedia.classicistranieri.com

Static Wikipedia (March 2008)
https://wikipedia2007.classicistranieri.com/mar2008/

Static Wikipedia (2007)
https://wikipedia2007.classicistranieri.com

Static Wikipedia (2006)
https://wikipedia2006.classicistranieri.com

Liber Liber
https://liberliber.classicistranieri.com

ZIM Files for Kiwix
https://zim.classicistranieri.com


Other Websites:

Bach - Goldberg Variations
https://www.goldbergvariations.org

Lazarillo de Tormes
https://www.lazarillodetormes.org

Madame Bovary
https://www.madamebovary.org

Il Fu Mattia Pascal
https://www.mattiapascal.it

The Voice in the Desert
https://www.thevoiceinthedesert.org

Confessione d'un amore fascista
https://www.amorefascista.it

Malinverno
https://www.malinverno.org

Debito formativo
https://www.debitoformativo.it

Adina Spire
https://www.adinaspire.com