Web - Amazon

We provide Linux to the World


We support WINRAR [What is this] - [Download .exe file(s) for Windows]

CLASSICISTRANIERI HOME PAGE - YOUTUBE CHANNEL
SITEMAP
Audiobooks by Valerio Di Stefano: Single Download - Complete Download [TAR] [WIM] [ZIP] [RAR] - Alphabetical Download  [TAR] [WIM] [ZIP] [RAR] - Download Instructions

Make a donation: IBAN: IT36M0708677020000000008016 - BIC/SWIFT:  ICRAITRRU60 - VALERIO DI STEFANO or
Privacy Policy Cookie Policy Terms and Conditions
منځنۍ پېړۍ - Wikipedia

منځنۍ پېړۍ

From Wikipedia

غور او غوريان

په پخوانيو تاريخي او جغرافيا يې اثارو کي د غور او غوريانو په اړه زيات داسي زرين سرليکونه او وياړني کښل شوي او ثبت دي چي نه يوازي د افغانستان د لرغوني او پخواني تاريخ ارزښتمن سرليکونه دي بلکي ، د سيمي لپاره هم ستر ارزښت لري . د غور او غوريانو د تاريخ دپيژندني پرته د افغانستان او سيمي بشپړ تاريخ نشي پيژندل کيدای . لرغوني غوريان د کلتور او تهذيب ، سياست او واکمنۍ ، پوهي او هوښيارۍ په ډګرونو کي داسي لاس ته راوړني لري چي د بيلابيلو تاريخي پيرونو برم او دبدبه پکښي نغښتې ده . غور په اوسنۍ بڼه د افغانستان د څلورديرش ولايتونو څخه يو دۍ ، چي د هيواد د اتو نورو ولايتونو سره د بريد کرښي لري . شمال لور ته يې د فارياب ، بادغيس لويديځ ته يې د هرات او فراه سهيل ته يې د هلمند او دايکنډي او ختيځ ته يې د باميان او سر پل ولايتونه پراته دي . د غور ولايت ارتوالۍ اته ويشت زره شپږ سوه نه شپيته ( ٢٨٧٧٩ ) کيلو متر ه مربع ته رسيږي ، او اداري پلازمينه يې چغچران دۍ . د غورپه ګاونډيو ولايتو نو کي د لرغونپوهانو له خوا د څيړنو په ترځ کي د پخوانيو زمانو زيات شمير اثار او لاسوندونه تر لاسه شويدي چي د يوشمير هغو لرغونتيا په زرګونو کاله پخوانيو زمانو ته رسيږي ، د بيلګي په توګه په فارياب کي د دشلې لرغونې سيمه ده چي لرغونتيا يې لږ تر لږه د څلورو زرو کالو څخه تر دريو زرو کالو پخوانيو زمانو ته رسيږي ؛ د باميانو لرغوني سيمه چي د بودايې پير زښت زيات لرغوني اثارلري ، او په روزګان ولايت کي د کوشاني او يفتلې پيرونو اړوند زيات شمير اثار يادولای شو . خوله بده مرغه په غورولايت کي د لرغونو زمانو په تړاو ځانګړي څيړني او سپړني نه دي تر سره شوي ، چې له امله يې تراوسه د لرغوني غور په لمن کي د پخوانيو ميشتو وګړو په اړه بشپړ ي څرګندو ني نشي کيدلای . خود هغو څيړنو څخه چي د ويدي او اوستاېې مدنيتونو په اړه تر سره شويدي ،د غور سيمي ، غرونه ، او د اوسيدونکو په تړاو يو شمير څرګندوني شته چي د افغانستان په اساطيری تاريخ کي ځانګړۍ دريځ لري . هيرودوت پر خپل مهال د نورو تاريخي پيښو تر څنګ دا يادونه هم کړېده چي د هخامنشيانو په وړاندي د هغوۍ ځتيځ ګاونډيانو هم پر له پسې پاڅونو نه کړيدي ، خو چي د خشيار شاه ( ٤٠٤ _ ٣٥٩ تر ميلاد وړاندي کالونه ) په دربار کي د يوناني طبيب کتي سيس ( Ktesies ) يادښتونه لولو په هغو کي د هخامنشيانو پر ضد په واروارد سوريانو پاڅونونه ياديږي . ( بوخاردبرينتس : ٥٣ پاڼه ) په سيستان کي د ساکانو د دولت تر جوړيدو وروسته ټولي هغه سيمي چي د يوناني او پارتي دولتونو په ولکه کي نه وې راغلي اود هغوۍ ترمنځ پرتې وې ، ورو ورو خپل کړې چي يونانيانو اندو ساتيا ( Indo_Seythia) ياد ساکانو د سيند هيواد نوم ور کړ او چيني سرچينو هغه د کيپين ( Kipin ) په نوم ياد کړېدۍ . موګا لومړنۍ واکمن وو چي د ساکانو واکمني يې په ٧٢ تر ميلاد وړاندي کال کي پيل کړه او تر هغه وروسته ازيس په ٥٨ تر ميلاد وړاندي کال او ورپسې ازيليس په ٤٠ _ ٤٥ تر ميلاد وړاندي پر ټوله اندو سايتيا واکمن پاته شويدۍ ( پښتو او پښتانه : ٤٢ پاڼه ) او لرغونۍ غور هم د همدې واکمنۍ په لمن کي ارزښتمن دريځ درلود . د کوشاني ستري واکۍ پر مهال د غور او هري سيمي د سيستان له واکه ووتلې . کوشانيان، چي د ساکانو له سټې څخه وه نوموړي سيمي تر خپل واکمنۍ لاندي کړې ، او په ايران کي د ساسانې واکمنۍ سره ګاونډ شوه . د زابلستان د غوړيدو پر مهال د يفتليانو لپاره غوراو اړوندي سيمي د اعرابو په وړاندي يوه ستره او ډاډمنه اډه ( پايګاه ) وه د پيتروشفسکي او زيات شمير نورو مورخينو په باور د ساسانيانو واکمني په ٦٥١ ميلادي کال د اعرابو په وسيله پای ته ورسيده خود ساساني امپراتورۍ ختيځ لور ته يوشمير خپلواکو سيمو د اعرابو په وړاندي پاڅونونه کول چي د هغو څخه کابل ، غور او ديلم د اعرابو تابع نه شوه . طبري په خپل تاريخ کي ثبت کړيدي چي : علي ابن محمد وايې چي اسد د غور غزا ( غزی ) ته ولاړۍ خو د هغه سيمو اوسيدونکو خپل هر څه پټ کړي او يایي لوړو ځايونو ته وړي وه چي هلته رسيدل د چا په توان کي نه وه . دتاريخي متونو پر بنسټ دسوريانو واکمني د اوسني غور د اوسيدونکو له خوا تر ټولوپخوانۍ څرګنده واکمني منل شوېده ، چي نوم يې په بيلا بيلو تاريخي پاڼو کي ثبت دۍ . منهاج سراج جوزجاني د هغو زياتو نورو مورخينو له شميره دۍ چي د سورې کورنۍ په اړه يې د بيلا بيلو نامتو کسانو نومونه را ياد کړيدي ، د هغه په وينا سور او سام د ضحاک دوه ورونه دي او د سوري کورنۍ څخه زيات شمير کسانو د غور پر سيمه واکمني درلوده ، چي د ماهوی سوري ( ٣٨ هجري ) او ملک شنسب ابن خرنک څخه پيليږي او د امير پولاد تر زمانې ( ١٦٠هجري ) واکمن پاته شويدي . ( افغانستان بعد از اسلام : ١٢٧_ ١٣٢ پاڼه ) په زيات شمير تاريخي متونو کي د سوري کورنۍ نامتو کسان لکه ماهوی سوري ( ٣١ _ ٣٦ هجري ) شنسب ابن خرنک ( ٣٦ هجري ) امير پولاد ( ١٣٠ هجري ) جهان پهلوان امير کروړ ( ١٣٩ _١٥٤ هجري ) امير ناصر ابن امير کروړ ( ١٦٠ هجري ) امير منجی بن نهاران ( ١٧٠ هجري ) امير سوری ( ٢٥٣ هجري ) او د اسي نور ياد شويدي .( تاريخ مختصر افغانستان ؛ ١٦٥ پاڼه )

د غوري پاچاهانو په نوم د همدې سوريانو له پښته بله هغه کورنۍ ده چي د تاريخي افغانستان زياتي سيمي يې تر خپل واک لاندي راوستي دي ، او د افغانستان په تاريخ کي د برم او وياړ با ب ګڼل کيږي . د غوري پا چاهانو په دې لړۍ کي تر ټولو زيات نامتو پاچاهان لکه قطب الدين محمد غر شاه ( ملک الجبال )( وفات ٥٤١ هجري= ١١٤٦ ميلادي ) بها الدين سام ( د واکمنۍ نېټه ٥٤١ هجري = ١١٤٦ ميلادي ) سلطان غيا ث الدين غوري ( ٥٥٨ _ ٥٩٩ ) سلطان بهالدين غوري ( ٦٠٧ هجري )سلطان علاوالدين غوري ( جهان سوز ) ( ٦٠٧ _ ٦١١ هجري ) او نور يادولای شو . د غوري کورنۍ د واکمنۍ پر مهال او په ځانګړي توګه د سلطان غياث الدين غوري در بار د پوهانو ، هنر مندانو او اد ب پوهانو پلازمينه بلل شوېده . په دې ليکنه کي د همدې کورنۍ د واکمنۍ پر مهال د هغو يوشمير ودانيو يادونه کوو چي د هيواد په تاريخي او هنري سرليکونو کي يې ارزښت ځانګړۍ دۍ .

د لومړۍ برخي پای

باوري

Our "Network":

Project Gutenberg
https://gutenberg.classicistranieri.com

Encyclopaedia Britannica 1911
https://encyclopaediabritannica.classicistranieri.com

Librivox Audiobooks
https://librivox.classicistranieri.com

Linux Distributions
https://old.classicistranieri.com

Magnatune (MP3 Music)
https://magnatune.classicistranieri.com

Static Wikipedia (June 2008)
https://wikipedia.classicistranieri.com

Static Wikipedia (March 2008)
https://wikipedia2007.classicistranieri.com/mar2008/

Static Wikipedia (2007)
https://wikipedia2007.classicistranieri.com

Static Wikipedia (2006)
https://wikipedia2006.classicistranieri.com

Liber Liber
https://liberliber.classicistranieri.com

ZIM Files for Kiwix
https://zim.classicistranieri.com


Other Websites:

Bach - Goldberg Variations
https://www.goldbergvariations.org

Lazarillo de Tormes
https://www.lazarillodetormes.org

Madame Bovary
https://www.madamebovary.org

Il Fu Mattia Pascal
https://www.mattiapascal.it

The Voice in the Desert
https://www.thevoiceinthedesert.org

Confessione d'un amore fascista
https://www.amorefascista.it

Malinverno
https://www.malinverno.org

Debito formativo
https://www.debitoformativo.it

Adina Spire
https://www.adinaspire.com